مزارشریف، فراه (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): مسوولین وايي، د نږدې ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د اوبو څلور کانالونه او د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښاروالي سکټوري رییس احمدجاوید مایار نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د مزارشریف ښار په پنځمه، لسمه او یوولسمه ناحیو کې یې د اوبو څلور کانالونه جوړ کړي چې چارې یې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
مایار وویل، دا کانالونه چې دوهنیم کیلومتره اوږدوالی لري، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر (یونپس) له خوا د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
دا کانالونه د مزارشریف په درېیو ناحیو کې د سطحي اوبو د مدیریت او کنټرول په موخه جوړ شوي چې سلګونه کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې وه.
د یوه بل خبر له مخې، د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د څه کم اووه میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغه شبکه د بالابلوک په کنسک کلي کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف له لوري د ۶.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې له دې شبکې څخه به سیمه کې ۶۰۰ کورنۍ ګټه اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP