Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو دوو کلونو کې فراه کې ۲۱ ورزشي لوبغالي جوړ شوي

فراه (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۴): د فراه سیمه‌ییز مسوولین وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۱ ورزشي لوبغالي جوړ شوي چې د ورځې په بېلابېلو وختونو کې په‌کې سلګونه کسان په لوبو بوخت وي.

د فراه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امر عبدالحمید حمید پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې د فراه په مرکز او ولسوالیو کې ۲۱ لوبغالي جوړ شوي دي.

هغه وویل، د یاد شمېر لوبغالو له ‌ډلې لس یې د فوټسال لوبې سرپټي لوبغالي (جمنازیومونه) او همدارنګه یولس یې بیا په مصنوعي چمنونونو پوښل شوي د فوټبال میدانونه دي چې د ځايي پانګه‌والو په شخصي لګښت جوړ شوي دي.

نوموړي دغه‌راز وویل: «اوسمهال په فراه ولایت کې ۶۰ کلبونه او ۱۵۸ بېلابېل ورزشی ټیمونه شتون لري چې  په مختلفو فدراسیونونو کې فعالیت کوي.»

د هغه په خبره، دغه ولایت کې د  ټولو ورزشکارانو شمېر شپږ زره او ۳۸۴ تنو ته رسېږي چې په بېلابېلو برخو کې لوبې کوي.

ورته مهال، فراه کې ورزشکاران هم د لوبغالو جوړېدو ته خوښ دي او په خبره یې چې د دغه ډول لوبغالو په جوړېدو سره یې تمرینات او خپل‌منځي لوبې ډېرې کړې دي.

یوه ورزشکار محمد رحیمي وویل: «دې وروستیو کې د دې شاهدان یو چې په فراه ولایت کې یو شمېر ورزشي لوبغالي جوړ شو‌ي دي چې دې سره زمونږ په څېر سلګونه ځوانان هڅول شوي څو ورزش وکړي.»

دلته هغوی هم له خپل کاروباره خوشاله دي چې د لوبغالو په جوړېدو یې پانګه‌ونه کړې.

دوی وايي، له یوې خوا یې د ښار په ښکلا او ځوانانو ته په خدمت‌کولو کې برخه اخیستې او له بلې خوا له دې لارې ښه عاید هم لري.

د فراه ښار اوسېدونکی قاري نعمت‌الله چې د فوټبال لوبې لوبغالی یې جوړ کړی وویل: «زه خپله د فراه ولایت باغ کافي ساحه کې چمن مصنوعي لرم، ډېر خوشحال یم، د ورځې پنځه او شپږ ساعته مو میدان ډک وي.»

امیرمحمد هم چې فراه ښار کې یو لوبغالي لري وايي، لوبغالي یې د ماښام له اوو تر دوولس بجو له ورزشکارانو ډک وي او په یو ساعت لوبې ورڅخه ۵۰۰ افغانۍ اخلي.

د معلوماتو له‌مخې، فراه کې د دغه ډول لوبغالو جوړېدل د پانګه‌والو ترمنځ په یوه رقابت اوښتي خو لوبغاړي او ورزشکاران غوښتنه کوي چې د لوبغالو د شمېر پر ځای دې معیار او کیفیت ته پاملرنه وشي.

فراه‌ کې اوسمهال د یو شمېر نورو لوبغالو د جوړېدو چارې هم روانې دي چې په نږدې ورځو کې به د لوبو ترسره کېدو ته چمتو شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.