فراه (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۴): د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د خوارځواکو ماشومانو درملنې لپاره د یوه لسبستریز روغتون جوړولو چارې پیل شوې.
د فراه د اطلاعات او فرهنګ له ریاسته پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه روغتون د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسيف) په مالي ملاتړ د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښټ په یوه پوړ کې جوړیږي چې شپږ خونې، یو دهلېز، د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک پاکو اوبو څاه به ولري.
ورته مهال، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه روغتون پر جوړېدو خوښ دي او زیاتوي چې له دې سره به یې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښې کمې شي.
پرچمن د فراه له مرکزه په ٣٠٠ کیلومترۍ کې یوه لرې پرته او غرنۍ ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې د روغتیا ترڅنګ د پوهنې، کرنې، مخابراتي خدماتو، برېښنا او سړکونو خرابوالي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP