منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې ۷۰ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۳ کتنې · تازه شوی

فراه‌ښار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): د فراه سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۷۰ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد توکي د عامي روغتیا ریاست د خوړو او درملو امريت او ولایت مقام په لارښوونه د ګډې کمېټې له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې را ټول شوي وو.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغو کې ۳۰ ټنه درمل او ۴۰ ټنه خوراکي او خوراکي تاریخ تیر توکي شامل وو.