Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سرپل کې یو شمېر ورزشکاران د ورزش معیاري میدانونو، مناسبو تجهیزاتو او مالي ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي او د هېواد د بدني روزنې او ورزش له ریاسته غواړي چې د دغو ستونزو هواري لپاره اقدام وکړي.
ځایي مسوولین وایي چې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې د سرپل او پنجشېر په مرکزونو او ولسوالیو کې ۴۰ ښوونځي او مدرسې بیارغول شوي دي.
سرپل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د سرپل د لږ تر لږه څلورو ولسوالیو د لرو پرتو سیمو ځیني اوسېدونکي په خپلو سیمو کې
مسوولین وايي چې د امو سیند په نفتي حوزه کې د ۱۸ نویو استخراجي څاهګانو د کېندلو کار پیل شوی دی.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یوه ښوونځي ته د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سرپل د کرنې ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د انګورو حاصلاتو ډېرېدو خبر ورکوي، خو بڼوال وایي چې حکومت باید بهر ته د دغه محصول صادرانو برخه کې پاملرنه وکړي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وایي چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون پلي کول د افغانانو او افغاني کلتور غوښتنه ده او نړۍوال دې له «بېځايه» نیوکو ډډه وکړي.
ځايي مسوولین وايي چې سرپل ښار کې ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی او د دایکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې یوه ماشوم د برېښنا شارټۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرپل امنیه قومانداني وايي، ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په مرکز کې د محرم دیارلسمې پر مراسمو د لاسيبم برید کړی چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.
د سرپل د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي، د موسیقي هغه لسګونه الې او وسایل یې سوځولي چې د تېر یوه کال په اوږدو کې یې د دغه ولایت په مرکز کې راټول کړي وو.
د سرپل ولایت مقام وايي، د ۲۰۹ الفتح څلورمې لوا د بلوک قوماندان د خپل زوی له لوري د کلاشینکوف په سهوي ډز وژل شوی دی.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر ۳۰ کیلومتره یوه سړک د جغلاچونې کار پیل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP