Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ټولګټو وزارت ویلي چې د مزارشریف – حیرتان اوسپنې پټلۍ د ساتنې او څارنې تړون له ازبکستاني شرکت سره د دوو نورو کلونو لپاره نوی شو او دغه راز د دې پټلۍ پر ترمیماتو هم هوکړه شوې ده.
د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د نړۍوال بانک د ۲۰۵ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۵۳ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې، بلخوا بیا د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او په چټکۍ د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ننګرهار کې د اسان خدمت مرکز پرانیستل شو.
وروسته له هغې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر ګرځندویانو برید وشو، نوي ډیلي د پاکستان پر وړاندې یو شمېر جدي اقدامات اعلان کړي؛ چې په کې د «واګه بندر» تړل، د سند د اوبو د وېش تړون ځنډول او د پاکستاني ډیپلوماټانو ایستل شامل دي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې د لنډ وخت لپاره ځنډولی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۲ نور افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د افغانستان بانک سرپرست وايي، دغه بانک د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتلو، د اسعارو د قاچاق او پيسو مینځلو د مخنیوي برخو کې مهم او مؤثر ګامونه اخیستي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، د افغانستان او سیمې پر امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهلېز فعال شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سیلانيانو وروستی بريد غندلی او وایي چې دغه ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، روسیه د سفیر په کچه د ا.ا دیپلومات مني او دوی په نږدې راتلونکي کې د مسکو لپاره د سفیر په کچه دیپلومات معرفي کړي.
د عامې ورغتیا وزارت وایي، د بادغیس غورماچ ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP