کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین د لوېديځ شلم نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، افغانستان د پراخو طبیعي زیرمو، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیايي موقعیت له امله کولای شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر څلورلارې بدل شي.
یاد نندارتون د چین هیواد د سېچوان ولایت په مرکز چنګدو کې ترسره شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه وېډیو خپره کړې چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یاد کنفرانس کې ویلي، افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت له امله نور د یو «په وچه کې محاط» هېواد په توګه نه، بلکې د ملتونو، بازارونو او تمدنونو ترمنځ د یو ځمکني پل په توګه تعریفوي.
هغه وویل، افغان ملت اوس له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره هڅې پیل کړي څو له دې لارې د هېواد سوله، سوکالي او دوامدار پرمختګ تضمین کړي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت د خپل اقتصادمحوره او متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او اقتصادي همکاریو اعلان کړی دی.
متقي وویل، افغانستان د طبیعي زیرمو، ځوان نفوس، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیایي موقعیت له امله کولای شي د سوداګرۍ او ترانزیټ سیمهییز مرکز یا څلورلارې وګرځي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په هېواد کې صنعت په لنډ وخت کې د پام وړ پرمختګ کړی او یوازې په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ نوې فابریکې جوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړی او بهرني پانګوال او سوداګر کولای شي په ډاډ سره خپل فعالیتونه پیل یا پراخ کړي.
متقي چین د افغانستان یو ښه اقتصادي شریک وباله او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د چین رول په کرنه، ټکنالوژۍ او بنسټیزو زیربناوو کې مهم او ارزښتناک ګڼي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP