Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي، ټاکل شوې د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبغاړي په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن ماذیګر مالدیف ته ولاړ شي.
د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د فراه، نیمروز او بلخ ولایت له ګمرکونو څخه ۱۲۸ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ګرځول شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په هېواد کې د کرکټ لوبې د لا پرمختګ لپاره یې ۳۰ لومړۍ درجه روزنکو ته دویمه درجه روزنیز کورس پیل کړی دی.
په چین کې د افغانستان سفیر وایي، اسلامي امارت د اقتصادمحوره پالیسي په درلودو سره دې ته لومړیتوب ورکوي چې تر ټولو مخکې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتې توګه وصل شي.
د افغانستان د بیسبال فدراسیون وایي، د هېواد د بیسبال ملي لوبډله د اماراتو په کوربهتوب د عرب کلاسیک بیسبال سیالیو کې ګډون کوي او ۱۴کسیزه لوبډله یې هم ورته اعلان کړې ده.
د ریاستالوزرا د سیاسي معاونیت په ګډون یو شمېر اوسني او پخوانيو چارواکو او د هند د کرکټ بورډ اوسني او د کرکټ نړۍوالې شورا راتلونکي مشر د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د کرکټ الف لوبډلې د اتلولۍ مبارکي ورکړې او لوبغاړو ته یې د نورو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.
د ځوانانو اسیا جام شلاوریزو سیالیو پایلوبه نن د افغانستان او سریلانکا د الف لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د ازادو سیالیو افغان ورزشکار فرید بشارت په «UFC» نړۍوال سازمان کې خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه.
د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د هند سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.
د ځوانانو اسیا جام شلاووریزو سیالیو په لړ کې د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله سبا د هند له الف لوبډلې سره نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا سیالیو په لړ کې نن د درېیم مقام ګټلو لپاره له ترکمنستان سره لوبه کوي.
د کابل د پاورلفټېنګ ریاست وایي چې د کابل ښار له شپږو کلبونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ سیالۍ پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP