ژبه

په کابل کې د لسګونو ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د کابل د پاورلفټېنګ ریاست وایي چې د کابل ښار له شپږو کلبونو څخه د ۹۰ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټېنګ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو د پیل پر مهال د کابل ولایت د پاورلفټېنګ رییس عزیز احمد حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې نن پیل شوې دوه ورځې به دوام ولري.

نوموړی وایي، په دغو سیالیو کې د کابل ښار له شپږو کلبونو څخه ۹۰ ورزشکارانو برخه اخیستې چې په نهه وزني کټګوریو کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ په څلورو سني کټګوریو کې نوي ځوانانو، ځوانانو، لویانو او د ماسټرانو په برخه کې ترسره کېږي.

د ده په وینا، د دغو سیالیو د ترسره کولو هدف پاورلفټېنګ ورزش ته وده ورکول او په دې برخه کې د غوره ورزشکارانو پیدا کول دي.

همدارنګه د دغو سیالیو یو ګډونوال ابو مسیح ظهوري پژواک ته وویل چې د ښې نتیجې لاسته راوړلو په خاطر یې له تېرو درې میاشتو راهیسې دغو سیالیو ته چمووالی نیولی دی.

نوموړی وایي، دغه سیالۍ د دوی لپاره ډېرې مهمې دي او هیله لري چې یوه ورځ په نړۍوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

هغه د پاورلفټېنګ له فدراسیون او المپیک ملي کمېټې له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې همداسې سیالۍ دې هر وخت ورته برابروي، تر څو دغه ورزش پرمختګ وکړي.

د یادو سیالیو یو بل ګډونوال احمد وحید شیردل بیا له مسوولینو غوښتنه کوي چې د ورزشکارانو ملاتړ دې وکړي او له دوی سره دې مالي برخه کې همکاري وکړي.