Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیمې د پولیسو په یوه مرکز کې دننه چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
امریکا د ایران د سپاه پاسدارانو د یوه غړي شهرام پورصفي په تړاو د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه نیولو ته لار هواره کړي، ۲۰ میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پوهنې وزارت وایي، د غزني ولایت د جاغوري، مالستان او اجرستان ولسوالیو اوسېدونکو د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د پوهنې له برخې سره ۲۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت مشرتابه وایي چې له قضایي چارو سره شریعت تړلی، هر څومره چې قضایي چارې ښې او پر وخت ترسره شي او د خلکو ستونزې حل شي، په هماغه اندازه شرعي نظام تقویه کېږي.
کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په نړۍواله درجهبندۍ کې راشدخان د توپاچونې برخه کې درېیم ځای خپل
د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مسوولین وایي چې د روغتیایي خدمتونو د لا ښه والي لپاره به د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډه کار وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپاچوونکی مجیب ځدراڼ د لا ښې درملنې په موخه نن هند ته ولېږل شو.
د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو د موټرو کاروان ته نږدې چاودنه شوې چې په کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې افغان ورزشکارانو په ایران کې درې د سرو زرو، درې د نقري او درې د برنزو مډالونه ګټلي دي.
د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله درېیمه او وروستۍ لوبه له سوېلي افریقا سره کوي.
د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم سوېلي افریقا ته ماته ورکړه او په دې سره یې روانه لوبلړۍ دوه پر صفر وګټله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP