Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

کابل(پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت له لوړپوړي پلاوي سره د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو او د پروژو د چارو د چټکتیا په موخه هوکړې وشوې او ګډ پروتوکول هم لاسلیک شو.

د افغانستان برېښنا شرکت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه شرکت اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د نړۍوالو پروژو عمومي رییس مراد آرتیکوف ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو وروسته، د ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د لېږد د اوسنیو او مخکې پلان شوو پروژو، د روانو پروژو د چارو د لا چټکتیا او د برېښنا په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو د پیاوړتیا په موخه هوکړې او ژمنې وشوې او ګډ پروتوکول لاسلیک شو.

سرچینې لیکلي، تېرو دوو ورځو کې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونو او یاد پلاوي ترمنځ د بادغېس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ، د جوزجان ولایت خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا رسونې په پروژو، هرات ولایت ته د وارداتي  برېښنا په کچه کې زیاتوالي او د برېښنا کیفیت لوړول، ترکمنستان هېواد څخه تر کابل پورې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږدیز مزي پروژې چارو پرمختګ په اړه تفصیلي ناستې ترسره او یو لړ هوکړې وشوې.

د برېښنا شرکت لیکلي، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې (TAP) په اړه د ګومارل شوې تخنیکي کمېټې او یاد پلاوي تر منځ د پروژې چارو لا ښه پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه بحث ترسره او لوریو هیله مندي وښوده چې په دې برخه کې به نږدې راتلونکې کې د پام وړ پرمختګونه وشي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت رهبري غواړي د هېواد صنعت، سوداګرۍ، کرنې برخو د لا ودې او پراختیا لپاره د برېښنا خدماتو پر پراختیا او پیاوړتیا ګړندی کار وکړي او ټولې هڅې یې د چارو پر چټکتیا او کیفیت لوړونه متمرکزې کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.