کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د افغانستان ستره محکمه وايي چې په کاپیسا کې د شپږو ښځو په ګډون پر ۱۳ کسانو د تعزیري سزا حکم تطبیق شو.
د هېواد سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کاپیسا مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکو په تور د شپږو ښځو په ګډون پر ۱۳ کسانو د تعزیري سزا حکم پلی شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مرافعه محکمې یاد تورن کسان پر ۳۹ – ۳۹ درو تعزیري سزا محکوم کړي وو او د سترې محکمې د حکم له تایید وروسته پرې پلې شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سترې محکمې د تلې په ۴مه اعلان کړی و چې په میدانوردګو کې پر یوې ښځې او یوه سړي د تعزیري سزا حکم پلی شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP