Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تورخم ښارګوټي اړوند د راستنېدونکو کډوالو عمري کمپ کې د برېښنا شرکت له خوا د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د ۱،۵ ميګاواټه په ظرفيت د برېښنا شبکه فعاله شوه.
د نورستان امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د يوې ترافیکي پېښې له امله درېيو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار کانال شرکت مسوولین وایي چې د خصوصي سکټور د ۴۵ میلیون افغانیو په پانګونه یې د باغونو او تفریحي ځایونو جوړولو دوو پروژو عملي چارې پیل کړې دي.
د تورخم دروازه نن سهار د تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه خو مسوولین وايي چې د ګڼې ګوڼې له امله به یوازې بېړنیو ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، ټاکل شوې چې تورخم دروازه نن ماذیګر څلور بجې د ترانزیټي موټرو او د راتلونکې جمعې په ورځ د عامو خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
نن سهار د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپبان شوي دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، ټاکل شوې نن د تورخم لارې د خلاصون په موخه سیمه کې د دواړو غاړو کمیساران غونډه وکړي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي چې د تورخم پرونۍ جګړه کې د پاکستاني ځواکونو ډزو کې اته کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، نن اتمه ورځ هم پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده او دواړو خواوو ته یې ناروغانو، مسافرو او سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.
ننګرهار ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام کرکټ لس اووریزې سیالۍ پيل شوې.
د ننګرهار امنيتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP