Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
امنیتي مسوولین وايي، بلخ کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي او اروزګان کې یې د نشهیي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.
د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغاینو په ارزښت د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې پيل شوې دي.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د تېرو جکړو پر مهال د دوی ویجاړ شوي کورونه او دوکانونه ورته ورغوي او د لومړنیو خدماتو رسولو برخه کې دې هم پاملرنه ورته وکړي.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې له جنایي پېښو سره د مبارزې پولیسو نن هغه کس نیولی چې په ترینکوټ ښار کې یې یوه کور د ماشوم په لاس په زهرو ککړ چاکلېټ لېږلي وو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له کجکي بند څخه د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د ۲۰۱میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې یوه پروژه پرانیستل شوه.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې تېره شپه یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان په خاصاروزګان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمهییزو مسوولینو په هڅو او منځګریتوب پای ته ورسېده.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې نن د سوېللوېدیځ زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضایې معاونیت د حکم پر بنسټ ۱۵ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو له امله تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې په مرکز ترینکوټ او ځينو ولسوالیو کې تاریخي ابدات او سیمې د غصب او له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي خو مسوولین وايي، د ساتنې سربېره یې بیارغونه هم کوي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د ګرماب او چنار سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتیايي، تعلیمي او نورو خدماتو ته د لاسرسي برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژانده وسلهوالو نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د جغلي سړک سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د یوه ترانسپورټي ټرمینل د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت به د ۱۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP