Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اروزګان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۷۰ دیني مدرسې او ښوونځي زیانمن شوي دي.
ځايي مسوولین وايي، په اروزګان او هلمند ولایتونو کې د سېلابونو او د خونې چتونو لوېدو پېښو کې شپږ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
اروزګان کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار درېیمه ناحیه کې د باران له امله د یوه کور د خونې چت لوېدلی چې له امله یې یو کس مړ شوی دی.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي، د وروستیو سېلابونو امله ویجاړې شوې ټولګټې پروژې دې بیاورغول شي.
د اروزګان والي وایي، د سوالګرو راټولولو په موخه یې ګډه کمېټه جوړه کړې چې له ښار څخه به سوالګر راټولوي او مستحقو ته به یې د کار زمینه برابروي.
اروزګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت چارچینو ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک د فعالیت پر سر د تره د زامنو ترمنځ شخړه شوې چې په نتیجه کې یې درې کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د اختر شپو او ورځو کې د امنیت د لا ټینګښت په موخه د ګډو ځواکونو دوه سوه کسیز ګارنیزیون جوړ شو.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د قرانکریم د لسګونو حافظانو ترمنځ د حفظ سیالۍ ترسره شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې یې د مرغانو د ښکار په تور شپږ کسان نیولي دي.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د وروستیو دوو ورځو اورښتونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ کورونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه ولایت کې ۴۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه تشخیص کړې چې تر اوسه یې یوازې نهه زره جریب راګرځولې ده.
د ترینکوټ ښار اړوند چنار سیمې اوسېدونکي وایي، مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نهلري چې له امله یې له ګنو ستونزو سره مخ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن