اروزګان کې د یوه کلي اوسېدونکي چې نیمايي په سترګو معلول دي، د مرستې غوښتنه کوي
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي چې شاوخوا نیمايي یې په سترګو معلول دي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د درملنې او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي چې شاوخوا نیمايي یې په سترګو معلول دي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د درملنې او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ۱۱۲۵ کیلوګرامه ومان -چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارول کېږي- ترلاسه شوي دي. د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي زاهد…
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، پرون د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د تندر لوېدو له امله یو کس مړ شوی دی.
د اروزګان د پوهنې ریاست وایي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/ UNICEFپه مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، نن يې د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ۲۸۵۰ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي دي.
د اروزګان امنيه قومانداني وايي، په ګیزاب ولسوالۍ کې د نشهیې توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولينو ١۸۰۰ کیلوګرامه ومان ترلاسه کړي او پر لس جریب ځمکه کرل شوي کوکنار يې هم اړولي دي.
د اروزګان امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترينکوټ کې يو ځوان په ډزو وژل شوى دى.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې پرون په لومړي ځل د سوداګرۍ خونه فعاله شوه.
اروزګان کې د افغانۍ د ترویج کمېسیون مسوولین وايي، ۶۰ هټۍوال يې په کلدارو د راکړې ورکړې په تړاو نیولي او ۱۷۰ نورې هټۍ يې له همدې امله تړلې دي.
په اروزګان کې شپېته کسیزه وسلهواله قطعه جوړه شوې چې د مسوولینو په وینا، دنده یې د امارت د مشرتابه د فرمانونو تطبیق، د امنیت خوندیتوب او د خپلسریو مخنیوی دی.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې په لومړي ځل د ډيجیټل ایکسرې څانګه فعاله شوه چې د ډاکټرانو په وینا، د ناروغیو په تشخیص کې به له دوی سره مرسته وکړي.
د اروزګان په پنځو ولسوالیو کې لس نوي روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول چې لسګونه زره کسانو ته به پکې روغتیايي خدمات وړاندې شي.
د اروزګان پوهنتون استادان او محصلین وایي، دغه پوهنتون چې شاوخوا یوولس کاله مخکې تاسیس شوی، تر اوسه خپله ودانۍ نه لري چې له امله یې د پوهنتون تدریسي او اداري چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
په اروزګان کې یو شمېر معلولین وايي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري یې نومونه له هغو لیستونو ایستل شوي چې له مخې یې، د دوی د معلولیت کچې ته په کتو میاشتني حقوق ورکول کېدل.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت ادارې له لوري د ۸۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پیل…
د اروزګان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د لومړنۍ محکمې له لوري د سږ کال په اوږدو کې ١٠٣ د نشهيي توکو کاروونکي او او پلورونکي په لنډ او اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.
د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په چورې او دهراود ولسوالیو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۷۷۰ کیلوګرامه ومان بوټي ترلاسه شوي دي.
د اروزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو سیمو کې نن پر شل جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.
د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لار له تېرو درېیو میاشتو راهیسې بنده شوې چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
په اروزګان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د اروزګان فرهنګیان او شاعران وايي، په دغه ولایت کې دې ادبي ناستې او فرهنګي فعالیتونه ډېر او تر لرو سیمو هم وغځول شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پيل شوې سیالۍ د اتحاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.