ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د یوه کلي اوسېدونکي چې نیمايي په سترګو معلول دي، د مرستې غوښتنه کوي

اروزګان کې د یوه کلي اوسېدونکي چې نیمايي په سترګو معلول دي، د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
10 May 2023 - 15:20
اروزګان کې د یوه کلي اوسېدونکي چې نیمايي په سترګو معلول دي، د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
10 May 2023 - 15:20

ترینکوټ (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ د یوه کلي اوسېدونکي چې شاوخوا نیمايي یې په سترګو معلول دي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د درملنې او نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.

یاد کلی محی‌الدین نومېږي او د دهراوود ولسوالۍ په میاندو دره کې موقعیت لري.

د محی‌الدین کلي اوسېدونکي وايي، یاده ناروغي ارثي ور پاتې ده او نسل په نسل نورو ته رسېږي.

د دغه کلي یوه اوسېدونکي حکمت‌الله چې دی هم په سترګو معلول دی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ نیکه غلام‌رباني نومېده، خلک وايي چې هغه د سترګو تکلیف درلود، نو دا ناروغي تر موږ پورې هم رارسېدلې ده.»

هغه زیاته کړه، اوس يې په کلي کې د سترګو معلولینو شمېر له ۷۰ ډېر شوی او سخت ترې ځورېږي.

نوموړی وایي: «پر دې ارثي ناروغۍ اخته یو شمېر خپلوان مې هیڅ هم په سترګو نه ویني، خو پاتې نور یي بیا د ورځې له خوا تر یوه بریده ښه وي، خو د شپې له مخې بیا د بل د مرستې محتاج وي.»

۳۰ کلن حکمت‌الله چې د پنځو اولادونو پلار دی وایي، دوه لوڼې او یو زوی يې په سترګو څه نه ویني، خو یوه لور او یو زوی يې بیا روغ دي.

۴۲ کلن محمدعظیم چې د دغه کلي یو بل اوسېدونکی دی، له کلونو راهیسې يې د سترګو تکلیف له امله ژوند له کړاوه ډک دی.

هغه وویل: «خلک له موږ سره ټولنیزې اړیکې نه پالي، ان څوک له موږ سره خپلوۍ ته هم زړه نه ښه کوي، په سپک نظر راته کتل کېږي، کلی مو د ړندو په نوم یادوي، بېلابېل نور نومونه راباندې ږدي.»

محمدعظیم وایي، څلور پېغلې لوڼې یې کور ناستې دي، څوک دوستي نه ورسره کوي؛ ځکه ورته ویل کېږي چې له هغوی سره په دوستي کولو نه غواړي چې کور کې یې د «ړندو» نسل پیدا شي.

هغه زیاته کړه، پنځلس کاله مخکې د ده یوه خور په هلمند ولایت کې واده شوه، خو د لومړي زوی له پیدا کېدو وروسته یې خاوند طلاق ورکړ، اوس يې له زوی سره یوځای د پلار په کور کې اوسېږي.

د دغه کلي یو بل اوسېدونکی عبدالکریم چې سترګې یې روغې دي وايي، د دوی د کلي نږدې نیمايي وګړي د نابینايي تکلیف لري.

هغه زیاتوي، ناروغ کسان د روغو په مرسته سمبالېږي، په ورځني ژوند کې يې د کورنۍ روغ غړي مرسته ورسره کوي.

نوموړي وویل، د کلي معلول کسان په ډېر کړاو کې ژوند تېروي او زیاتوي چې تر اوسه يې چا د درملنې په برخه کې هیڅ لاسنیوی نه دی کړی.

د هغه په خبره، له دغه حالته د وتلو لپاره یې په شخصي ډول څو ځلې هلې ځلې وکړې، خو وايي، روغتیاپالانو ورته ویلي چې په هېواد کې دننه یې درملنه نه کېږي.

نوموړي وویل: «نړۍوال دې زموږ غږ دې واري، زموږ داسې درملنه دې وکړي چې راتلونکی نسل مو له دغه حالته وژغورل شي.»

د طب پوهان وايي، دا یو ډول ارثي ناروغي ده چې له یوه نسله بل ته په میراث پاتې کېږي.

د اروزګان د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدالله روحاني وایي: «په دهراوود ولسوالۍ کې د یوې سیمې ګڼ کسان چې پر Congenital ناروغۍ اخته دي، تر ډېره یې لامل په خپلو کې د خپلوۍ او دوستۍ کول دي او د دغو کسانو د لیدو توان د روغو په پرتله کم او توازن يې غیر منظم دی.»

دی وايي: «اوسمهال د دې ناروغۍ درملنه په هېواد کې دننه ناممکنه ده، خو د لنډمهال لپاره یې د مخنیوي چاره په خپلو کې د خپلوۍ نه کول دي.»

هغه زیاتوي، له مرکز کابل څخه د سترګو درملنې لپاره راغلی ټیم به همدې سیمې ته واستول شي، څو لومړني خدمات ورته وړاندې شي او ترڅنګ یې د دوامداره درملنې لپاره دا ستونزه تر مرکز او نړۍوالو ورسول شي.

د اروزګان د شهیدانو او معلولینو چارو ادارې مسوولین وایي، دوی ته هم د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یوه کلي د لسګونو کسانو د معلولیت خبر رسېدلی دی.

د یادې ادارې مسوول مولوي منظور پژواک اژانس ته وویل، د دې کورنۍ کابو شل کسان له کلونو راهیسې له دې ادارې سره د اړو کسانو په توګه ثبت دي او معاش ورکول کېږي.

هغه وایي، د دوی معلومات دا دي چې د دغه کلي ټول ۷۰ معلولین دي چې ۲۰ يې ډېر معلول دي او په ورځنیو چارو کې د نورو مرستې ته اړ دي او پاتې نور يې ښه دي او ورځنۍ چارې خپله ترسره کولای شي.

Visits: 115

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.