منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اروزګان کې ۱۱۲۵ کیلوګرام ومان ترلاسه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۲ کتنې

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې ۱۱۲۵ کیلوګرامه ومان -چې د نشه‌يي توکو په جوړولو کې کارول کېږي- ترلاسه شوي دي.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي زاهد پژواک اژانس ته وویل: «له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو نن سهار د چنارتو په پاتان سیمه کې په یوه سمڅه کې ځای پرځای شوي ۱۱۲۵کیلوګرامه ومان په نوم بوټي ترلاسه کړي.»

هغه زیاته کړه، له یاد بوټي څخه د نشه‌يي توکو په جوړولو کې کار اخیستل کېږي.

نوموړي وویل، ترلاسه شوي ومان په ډېر مهارت سره په یوه سمڅه کې ځای پرځای شوي وو.

د یادونې ده، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ۲۸۵۰ کیلوګرامه چرسو ترلاسه کولو خبر ورکړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه