اروزګان کې د سلګونه کیلوګرامه «اوومان» بوټي د قاچاق مخنیوی وشو
د اروزګان چارواکي د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۹۰۰ کیلوګرامه اوومان بوټي د قاچاق مخنیوي او په تړاو یې د یوه کس د نیولو خبر ورکوي.
د اروزګان چارواکي د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۹۰۰ کیلوګرامه اوومان بوټي د قاچاق مخنیوي او په تړاو یې د یوه کس د نیولو خبر ورکوي.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې پر هلمند سیند جوړ شوی کېبلي پل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی چې دوی یې سخت اندېښمن کړي دي.
د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان پرمختیايي موسسې/ADA له خوا ۹۸۰ نارینه او ۱۴۵ ښځې د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارل شوي دي.
په اروزګان کې ۵۶ روغتیايي مرکزونو ته د ۳۴ میلیون افغانیو په ارزښت، درمل او طبي وسایل او ۳۶ واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه ورکړل شول.
د اروزګان اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې دې د اوبو مهارولو او کرنې د ودې په موخه بندونه جوړ شي.
د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ اوسېدونکو له مرکز ترینکوټ څخه د والي په مشرۍ له ورغلو چارواکو وغوښتل چې دغې ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې «اروزګان غږ کلنۍ مشاعره» وشوه چې د سیمهییزو چارواکو ترڅنګ په کې شاعرانو، نعتویونکو او نورو وګړو ګډون کړی وو. مشاعره پرون د ماښام له لمانځه وروسته پيل شوه…
د اروزګان چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ، خاص اروزګان او دهراوود ولسوالیو کې دوه کسان له نظامي یونیفورم څخه په استفادې د غلا، یو کس د موټرسایکل غلا کولو او بل کس د مرستو د وېش د جعلي کارتونو جوړولو په تور نیول شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی او له دې پېښې سره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي. د يادې موضوع په تړاو د اروزګان امنیې…
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ۸ کسان د نشهيي توکو د پروسس، د ترینکوټ - چورې ولسوالۍ پر لار ۲ کسان د اومان په نوم نشهيي توکو د لېږد او په چورې ولسوالۍ کې ۵ کسان د غیراخلاقي کړنو په تور نیول شوي دي.
د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ په جوی نو سیمه کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز جوړولو چارې بشپړې شوې.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي د «کوډګرو» له فعالیته شکایت کوي او وايي، دغه کسان نه یوازې په یوه او بله پلمه له خلکو پيسې اخلي، بلکې د کورنیو ترمنځ یې ستونزې او جنجالونه زېږولي دي.
د اروزګان ګڼ اوسېدنکي په دغه ولایت کې له ورځ تر بلې ډېرېدونکې بېکارۍ او بېروزګارۍ شکایت کوي او وايي، دغه وضعیت دوی له سختو اقتصادي ستونزو او لوږې سره مخ کړي دي.
د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې دوه امنیتي کسان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.
د اروزګان روغتیايي چارواکو نن هغه څلور ټڼه تاریخ تېر او بېکیفیته درمل وسوځول.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، پر یوه پلان کار کوي چې له مخې به یې د هغو کسانو مخنیوی شي چې دولتي وسایط د شخصي چارو لپاره کاروي، خپلسرۍ کوي او ښاري نظم ګډوډوي.
د اروزګان په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې وروستیو سېلابونو د زرګونه جریب کرنیزو ځمکو او باغونو ویجاړولو ترڅنګ ۲۵۶ کورونه هم نړولي دي.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د سرخمرغاب، ککرک، بلوڅي، دهجوز او ځېنو نورو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ - چې ټول ماشومان یې معلول دي - له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او له حکومته د مرستو غوښتنه کوي.
د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې کلونه وروسته د والیبال سیالۍ جوړې شوې وې چې د مرکزي لوبډلې په بري سره نن پای ته ورسېدې.
د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، دا مهال د دغه ولایت د زدهکوونکو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د څښاک اوبو نشتوالی دی.
په روغتیايي چارو کې یوې همکارې موسسې د اروزګان د مرکز او پنځو ولسوالیو له ۴۰۰ روغتیايي پوستو سره د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وکړه.
د اروزګان ولایتي چارواکي وايي، له هغو زرګونو سېلابځپلو کورنیو سره د بشري مرستو لړۍ بریالۍ روانه ده چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې زیانونه ور اوښتي وو.
په اروزګان کې د ولسي تړون پروګرام مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زمري ۲۴مې سیاسي بدلون له امله نیمګړې پاتې ۵۵ پروژې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.