Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اسلامي امارت د اسرائیل د یوه چارواکي هغه څرګندونې پر سختو ټکو غندلي چې ويلي یې دي، د اقصی جومات په دننه کې به يهودي کنيسه جوړه کړي.
د رياستالوزراء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت هڅه کوي پر ښاري پراختیا سربېره داسې لارې چارې ومومي چې کاروباریان ورسره زیانمن نهشي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سرپرست وايي چې د شریعت تطبیق او حجاب د اسلامي امارت سرې کرښې دي او په دې برخو کې له هيچا سره تعامل نه کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت ویلي، د انګرېزانو پر وړاندې د افغانانو مبارزې نه یوازې افغانستان کې ښکېلاک پای ته ورساوه، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه اشغال شوو هېوادونو کې یې هم ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ.
د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې ا.ا باید له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو له هر ډول عادي کولو مخکې د خپلو بشري حقونو مسایلو کې په اساسي ډول ښهوالی راولي.
اسلامي امارت د زمري میاشتې د ۲۴ مې په مناسبت ویلي، د دې ورځې د راتګ لپاره د خلکو قربانیو د راتلونکو نسلونو لپاره داسې پرېښود چې هېڅکله به هېر نه شي او ژمنه کوي چې له شته نظام څخه به په هر قیمت دفاع کوي.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر ویلي چې لندن له اسلامي امارت سره د نړۍ د اړیکو پراخېدو برخه کې همکاري کوي او غواړي د افغانانو ستونزې هوارې شي.
د ریاستالوزراء دفتر عمومي رییس وايي چې اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ملاتړ کوي، څو رسنیز فعالیتونه په هېواد کې پیاوړي او غښتلي شي.
ا.ا وایي، د حماس غورځنګ سیاسي مشر اسماعیل هنیه چې تهران کې یې په یو برید کې ژوند بایلود، یو مسلمان، هوښیار او مدبر فسلطیني مشر و چې سترې قربانۍ یې ورکړې او په دې لاره کې یې خپل نذر پوره کړ.
د هېواد یو شمېر ځوانانو بېکاري لویه ستونزه بللې، تېر حکومت یې د کارموندنې برخه کې پر بېکفایتۍ تورن کړی او د اسلامي امارت له مسوولینو غواړي چې کارموندنې ته لومړیتوب ورکړي.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، نږدې ۳۵۵ زره کسانو د یوه لیک په لاسلیکولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي، خو ا.ا په وار وار ویلي چې په افغانستان کې د ټولو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په بجینګ کې د افغانستان سفارت وایي، د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ا.ا یو پلاوی د ټرانس همالیا نړۍوال فورم څلورمه سرمشریزه کې د ګډون په موخه چې ته ورغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP