د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او اوس عادي ژوند لري.
د ایران او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راستنېدل ډېر شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغو راستنېدونکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته دې د ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه جوړ شي.
د هند د دفاع وزیر د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) په ناسته کې یو ځل بیا په افغانستان کې له سولې، امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پرېکنده ملاتړ اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې هېواد یې د افغانستان د پرمختګ تر ټولو لوی سیمهییز شریک دی.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د اروپا کمېسیون اعلان کړی چې روان ميلادي کال به د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د المپیک ملي کمېټه وايي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د ۱۴۰۳ لمریز کال د عصریې پیسې ورکړل شوې.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو ورکولو برخه کې پر اسانتياوو خبرې کړې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ګډوالو عالي کمېشنرۍ له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو په دغه هېواد کې خپلې پانګونې کمې نهکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په سیمه کې له وروستیو نښتو او ترینګلتیاوو سره سره د افغانستان بهرنۍ سوداګري بې له کوم ځنډه منظمه روانه ده.
د راپورونو له مخې، یرکین توکوموف د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې افغانستان ته د هند د کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي.