Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ترکمن چارواکو د ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو ورکولو برخه کې پر اسانتياوو خبرې کړې دي.

د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.

یاد وزارت لیکلي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په ډېرېدو او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو ورکولو برخه پر اسانتياوو خبرې وشوې.

اخندازده ویلي، ‎په افغانستان کې تر بل هر وخت دا زمينه برابره ده چې د کابل او عشق‌اباد ترمنځ همکاري لا زیاته او پراخه شي.

د ترکمنستان سفیر هم ویلي چې هېواد یې غواړي په بېلابېلو، په ځانگړي ډول ترانسپورټ برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.