Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.
ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د (پياوار) کارتونو د اعتیار نېټې پای ته رسېدو ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د تمدید ځنډول یې کولای شي د په پاکستان کې د زرګونه افغان کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.
له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ په چټکېدو سره، یو شمېر راستانه شوي هېوادوال وايي چې په دغه هېواد کې له افغانانو سره ناسم چلند کېږي او ایراني پولیس ترې د را ایستلو پر مهال اضافي پیسې اخلي.
یواېناېچسيار وایي، مخکې به یې هېواد ته راستنېدونکو افغان کورنیو سره دوه زره ډالر مرسته کوله، خو د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره دغه کچه ۱۵۰ ډالرو ته راکمه شوې چې بسنه نه ورته کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه د کاري ټیمونو د استولو لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به یاد هېواد ته واستول شي.
کابل کې د چین سفیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته د ۱۶۰ کورونو جوړولو او له هغوی سره د ۳۰ میلیونه ینه نغدي مرستې خبر ورکړی دی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان له پاکستانه د راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې لپاره د بېړنۍ مرستې او د مناسبو شرایطو تر برابرېدو پورې د هغوی د ایستلو لړۍ درېدو غوښتنه کړې ده.
کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر د افغان کډوالو پر جبري ایستلو او له هغوی سره پر ناسم چلند اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه سازمان به د کډوالو لپاره د مرستو په راجلبولو کې هڅه وکړي.
د یوناما مشرې د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي څو له اسلامي امارت سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدو برخه کې اغېزناک کار وکړي.
ایران ته له افغانستانه تللي پلاوي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو له مشر سره د اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP