Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یوه مور او د هغې ځوان زوی وژلي او د دې پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې یوه تپه ښویېدلې چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
فیضآباد (پژواک، ۵ ثور ۱۴۰۴): د بدخشان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تشکان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو
بدخشان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه وايي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
بدخشان ته راستانه شوي یو شمېر کډوال له ناسم اقتصادي وضعیته شکایت کوي او له اسلامي امارت، ملي او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو غواړي چې د سرپناه او کاري زمینې برابرولو برخو کې پاملرنه ورته وکړي.
بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې کوکچې سیند ته د یوه موټر لوېدو له امله یوه ځوان ژوند له لاسه ورکړی دی.
بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیضاباد – بهارک لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان ولایت د کرانومنجان په لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شمېر ښځو لپاره زېږون د مرګ له خطر سره مل دی، په ځینو مواردو کې د مجهزو روغتیايي مرکزونو، وړ ډاکټرانو او مناسبو لارو نشتون د امیندواره ښځو د مړینې لامل کېږي.
فیضاباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې تېر کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۴ ترافیکي پېښې شوې
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د کرانومنجان او د نورستان ولایت مرکز تر منځ د غځېدلي سړک په جوړېدو سره به یاده ولسوالۍ د هېواد د شمالختیځ او ختیځ ولایتونو ترمنځ پر مواصلاتي څلورلارې بدله شي او دغه راز به د خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز ولري.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کران او منجان ولسوالۍ په مرکز کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه اووه کلن ماشوم مړی چې څه موده مخکې نادرکه شوی و، د دغه ولایت په ارګو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP