فیضاباد (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې یوه تپه ښویېدلې چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.
د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر حکمتالله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده پېښه نن سهار (دوشنبه) د یاوان ولسوالۍ د «پتاب» کلي د خوړ ترڅنګ شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «درې کارګران د نقیبالله، شمسالله او سمیعالله په نومونو د خاورې د یوې تپې ښویېدو پر مهال تر خاورو لاندې شوي او مړه شوي او دغهراز د سیدعمر په نوم بل کس په دې پېښه کې ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.»
د سرچینې په وینا، د پېښې د کره څېړنې لپاره هڅې روانې دي.
یاوان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې هر کال د سېلابونو راتلو ترڅنګ ځمکښویېدنې هم پهکې رامنځته کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP