فیضاباد (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۴): بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې کوکچې سیند ته د یوه موټر لوېدو له امله یوه ځوان ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته د دغه ولایت د جرم ولسوالۍ په «سینه» کلي کې یو پیکپ موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه وتلی او د کوکچې سیند ته لوېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د بدخشان پوهنتون د جیولوجي او معدن پوهنځي د انجنیري څانګې ۲۴ کلن محصل د کوکچې سیند اوبو کې ډوب شوی دی.
هغه زیاته کړه چې له سینده د یاد ځوان د جسد را ایستلو هڅې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP