بغلان کې ۲۵ غیرقانوني معاینهخانې تړل شوې دي
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ۲۵ کتنځي (معاینهخانې) د مسلکي او قانوني اسنادو نه درلودلو له امله تړل شوې دي.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ۲۵ کتنځي (معاینهخانې) د مسلکي او قانوني اسنادو نه درلودلو له امله تړل شوې دي.
د بغلان د استخباراتو رياست وايي، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې یې لسګونه ميله وسلې او چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې اوبو ته د یوه موټر لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه او یو ټپي شوی دی. د دغه…
د بغلان د کانونو چارو مسوولین وايي، د دغه ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله یو کس مړ او شپږ نور مسموم شوي دي.
د بغلان یو شمېر مالداران او کروندګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې پر وخت د اورښتونو نه کېدو له امله یې کښتونه خراب شوي او څاروي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د بغلان امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې اوبو ته د جنازې موټر لوېدو پېښه کې يو ماشوم مړ شوى او مړی اوبو وړی دى. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند…
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت دوو اوسېدونکو له خپلو نیکونو ور پاتې ۱۴ قلمه لرغوني اثار د لا ښه خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته وسپارل.
د بغلان د مرکز پلخمري اړوند په شهابالدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره یوه روغتيايي مرکز فعالیت پيل کړ. د دغه ولایت مسوولین وايي، په یاده سیمه کې شاوخوا څلور زره کورنۍ ژوند کوي چې…
د بغلان د عامې روغتیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د توبرکلوز (نري رنځ ) ناروغۍ د تشخیص لوړ ظرفیتلرونکی نوی ماشین فعال شو.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، نا پېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژلی دی.
د بغلان د ترافیکو مدیریت وايي، نن د دغه ولایت مرکز پلخمري اړوند په خواجه الوان سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي او یو ټپي دی.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د اووه ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام کوي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې یو ځوان وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان دي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې یو کس وژلى دی خو سيمهييزې سرچينې وايي چې دغه کس د يوه ښوونځي مدېر و.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۱۵ نور ځايونه هم د تاريخي سيمو په توګه ثبت شوي دي.
د بغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستيو سېلابونو له امله ښویېدلو شګو له چینو څخه د اوبو راوتلو مخه ډپ کړې او خلک د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي.
د بغلان په خنجان او مرکزي بغلان ولسواليو کې د ترافیکې پېښو له امله دوه کسان مړه او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې له امله یو کس مړ شوی او اته نور ټپیان دي.
د بغلان له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یې زرګونه کیلوګرام ومان بوټي –چې د نشهيي توکو په تولید کې کارول کېږي- ترلاسه کړي دي.
د بغلان حکومتي مسوولین وایي، هغه درې خبریالان چې پرون د یوې موضوع په تړاو د وضاحت لپاره را غوښتل شوي وو، نن بېرته خپلو دندو ته ستانه شول.
له رسنیو د ملاتړ دوو بنسټونو په بغلان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د درېیو خبریالانو د نیولو خبر ورکوي، د هغوی خوشي کولو غوښتنه کوي او وايي، د خبریالانو د سرغړونې قضیې باید د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون له لارې تعقیب شي.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د بغلان د دولتي ښوونځيو يو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي شکايت کوي چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي؛ خو مسوولين بيا ډاډ ورکوي چې سږ کال دغه ستونزه حل کېږي.