Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار په مرکز تالقان ښار کې یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري لوړېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، د معیاري سړو خونو نشتوالي او د بازار نه کنټرول له امله د یوه من پیازو بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه ۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
په تخار ولایت کې د سیندیزي حوزې ریاست مسوولین، د تالقان ښار په جویشیخ سیمه کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې د چارو پیلېدو خبر ورکوي.
د تخار د ینګيقلعه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د یخبندان له امله د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري او وایي، د سړې هوا او یخبندان له امله د زرګونو کورنیو ارتباطي لاره د دغې ولسوالۍ په خواجه حافظ سیمه کې بنده شوې او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.
چاقو جوړونه چې په تخار کې یو له مخکنیو ژوندي پاتې صنعتونو دی، صنعتګر یې خپلو تولیداتو ته د خلکو د لېوالتیا له کمېدو اندېښمن دي.
که څه هم په دې وروستیو کې تخار کې هوا ډېره سړه شوې، خو په ځينو کورنیو کې بېروزګارۍ، د سرپرست نشتوالي او د بېوزلۍ زیاتوالي ځينې ښځې مجبورې کړې چې د تالقان ښار په واټونو کې ډوډۍ وپلوري.
تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیلهمن دي.
په تخار کې د زرمینځنې ځینو شرکتونو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو په کانونو کې د کارونو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د سرو زرو په کانونو کې چارې درېدلې او په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه هغه کارګر چې دلته پر کار بوخت وو، بېکاره شوي دي.
د تخار ولایت له کوکچې پورې غاړه ولسوالیو ځيني اوسېدونکي د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو له نشتوالي اندېښمن دي او وایي، که حکومت دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.
محبالله چې د ګوزڼ له امله پر دواړو پښو معلول دى وايي، دوه کاله کېږي چې له پوهنتونه فارغ شوى، خو د معلوليت له امله نه دى توانيدلی چې په کومه دولتي یا خصوصي اداره کې ځان ته دنده پيدا کړي.
په تخار ولایت کې د رسنیو یو شمېر فعالانو په یوه غونډه کې اقتصادي ستونزې، د رسنیو ملاتړو بنسټونو نه همکاري او اطلاعاتو ته نه لاسرسی د خبریالانو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې.
د تخار کتابپلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د کتابونو د پلور بازار کمرنګه شوی او دوی اړ دي چې خپل دوکانونه پر خوراکه فروشیو بدل کړي.
د تخار ځیني اوسېدونکي د معتادینو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او وايي، د ښاروالۍ چمن چې مخکې یو تفریحځای و، اوس د نشهیانو پر پناهځای بدل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP