Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د تخار کتابپلورونکي وایي، په دې وروستیو کې د کتابونو د پلور بازار کمرنګه شوی او دوی اړ دي چې خپل دوکانونه پر خوراکه فروشیو بدل کړي.
د تخار ځیني اوسېدونکي د معتادینو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او وايي، د ښاروالۍ چمن چې مخکې یو تفریحځای و، اوس د نشهیانو پر پناهځای بدل شوی دی.
د خبریالانو مرکز وايي، د تخارستان راډیو سرپرست ذبیحالله نوري د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او شکنجه شوی دی، خو سرپرست حکومت د شکنجه کولو ادعا په ردولو سره وايي چې نوري په خپل کور کې د وسلې درلودو له امله نیول شوی و.
د تخار ولايت اوسېدونکی، ۷۰ کلن سپینږیری چې د وروستيو جګړو له امله يې د خپلې مېرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ ټول غړي له لاسه ورکړي وايي، له جګړې ستړی شوی او اوس يې يوازينۍ هيله دايمي سوله ده.
د روږدي کېدو دردوونکې پدیده، اقتصادي بیوزلي او مضمنه ناروغي لامل شوه چې تېره شپه ګلرحمن د تالقان ښار درېیمې امنتیي حوزې مربوطاتو کې ځان وژنه وکړي.
تالقان (پژواک، ۱٥ لېندۍ ۱۴۰۱): په تخار ولايت کې يو شمېر کورنۍ چې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي، ادعا کوي چې تراوسه یې
د تخار ولایت یو شمېر مالداران د وروستیو وچکالیو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د وښو له کمښت سره مخ دي چې له امله یې اړ دي خپل څاروي په ټیټه بیه وپلوري.
په تخار ولایت کې یو ۲۰ بستریز شخصي روغتون پرانیستل شو چې تر شپږو میاشتو پورې د ناروغانو وړیا درملنه کوي.
یو ۷۸ کلن سړی چې ظاهراً پر وجود یې د زړښت نښې له ورایه ښکاري، مټې یې د سختو کارونو توان نه لري، خو بیا هم هڅه کوي څو د خپلې اته کسیزې کورنۍ نفقه برابره کړي.
تالقان (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې یو شمېر مچۍلرونکي او د شاتو تولیدوونکي وايي، د مناسب اقلیم شتوالی د دې لامل شوی
د تخار د استیناف محکمې رییس وایي، په تېر یوه کال کې د شرعي حدودو د تطبیق په موخه، په دغه ولایت کې تر ۴۰ ډېر کسان په دُرو وهل شوي دي.
په تخار کې د چپنو ځيني تولیدوونکي وایي، که حکومت ترې ملاتړ وکړي، ګاونډیو هېوادونو ته د خپلو لاسي صنایعو په صادرولو سره به د کورنیو د اقتصاد ښه کېدو او هېواد کې د مثبت تغییر شاهدان اووسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP