ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاه‌پري: خاوند مې له ۲۱ کلونو اعتیاد وروسته ځان‌وژنه وکړه؛ اوس بې‌سرپرسته یم

شاه‌پري: خاوند مې له ۲۱ کلونو اعتیاد وروسته ځان‌وژنه وکړه؛ اوس بې‌سرپرسته یم

author avatar
8 Dec 2022 - 16:10
شاه‌پري: خاوند مې له ۲۱ کلونو اعتیاد وروسته ځان‌وژنه وکړه؛ اوس بې‌سرپرسته یم
author avatar
8 Dec 2022 - 16:10

تالقان (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د روږدي کېدو دردوونکې پدیده، اقتصادي بی‌وزلي او مزمنه ناروغي لامل شوه چې تېره شپه ګل‌رحمن د تالقان ښار درېیمې امنتیي حوزې مربوطاتو کې ځان وژنه وکړي.

د ګل‌رحمن کورنۍ چې اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ده او سرپرست هم نه لري، له حکومت او نورو مرستندیو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کوي.

د ګل‌رحمن مېرمنې ګل‌پري پژواک ته وویل: «له ۲۱ کلونو راهیسې زما خاوند نشه‌یي توکو باندې روږدی و، سربېره پر دې له روغتیایي او اقتصادي ستونزو سره هم مخ وو چې بالاخره یې د چهارشنبې په شپه ۱۲ بجې ځان‌وژنه وکړه او ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.»

هغه زیاتوي، خاوند یې په دې وروستیو کې له پرله پسې هڅو وروسته، اعتیاد پرېیښی و خو ناروغ و او د بې‌وزلۍ له امله ونه توانېده چې درملنه یې وکړي.

هغې زیاته کړه: «هغه نور له موږ سره نشته او ان د خښولو پیسې مې یې له ګاونډیانو راټولې کړې.»

شاه‌پري چې اوس د پنځو ماشومانو سرپرستي کوي زیاتوي، له کلونو راهیسې یې د تالقان ښار په یوه رسټورانټ کې کار کاوه او له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کول خو اوس بی سرپرسته شوې او د ژمي په سړه هوا کې د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمنه ده.

شاه‌پري بیا د اړمنو کورنیو خراب اقتصادي وضعیت ته د مرستندویه ادارو پر نه پاملرنه نیوکه کوي او د نړیوالو مرستو وېش ناعادلانه بولي، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د دغو ستونزو حل لپاره کار وکړي.

نوموړې وايي، څو ځلې یې له مرستندیو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې خو د اړیکو نشتوالي له امله یې د کابل یوه روغتون ته د خپل خاوند لېږدولو لپاره کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

شاه‌پري د تالقان ښار درېیمې حوزې اړوند یوه کرايي کور کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي، که د مرستندویو بنسټونو له خوا ورسره مرسته ونه شي، په راتلونکي ژمي کې به خپل ماشومان د بې‌وزلۍ له امله له لاسه ورکړي.

د دې بی‌سرپرستې کورنۍ یوه خپلوان ګل‌اغا هم پژواک ته د یادې کورنۍ بېوزلۍ په اړه کیسه وکړه، ویې ویل، کلونه وشول چې دا کورنۍ له ملا ماتوونکې پدیدې اعتیاد او فقر سره مخ وه چې بالاخره یې د سرپرست پر مړینه تمام شول.

د هغه په وینا، اوس دا کورنۍ د ژمي په سړه هوا کې هيڅ امکانات نه لري، هغه له حکومت او مرستندیو بنسټونو غوښتنه کوي څو له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د روږدو کسانو شمېر زياتوالی له کورنیو قرباني اخلي.

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.