تالقان (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په تخار ولایت کې یو شمېر مچۍلرونکي او د شاتو تولیدوونکي وايي، د مناسب اقلیم شتوالی د دې لامل شوی چې په دغه ولايت کې توليد شوي شات، په یو داخلي نندارتون کې د يو شمېر هېوادونو (ترکيې، چين، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو) ترمنځ لومړی مقام وګټي.
د دوی په خبره، که حکومت له دغو تولیداتو ملاتړ وکړي، د تخار شات به په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړي.
نورالحق عالمي یو له هغو شات تولیدوونکو دی چې له ۲۱ کالونو راهیسې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.
د هغه په وينا، تېر کال يې ۳ زره کيلوګرامه شات ترلاسه کړي وو، خو سږ کال یې د وچکالۍ له امله ١٥٠٠ کيلوګرامه شات تولید کړي چې هر کيلوګرام يې له ٥٠٠ تر ٧٠٠ افغانيو پلوري.
نوموړی زیاتوي، په یاد ولایت کې تولید شوو شاتو د کابل په بادام باغ کې په جوړ شوي نړۍوال نندارتون کې د چین، ترکیې، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ لومړی مقام خپل کړ.
نوموړی ټینګار کوي چې که حکومت ورته پاملرنه وکړي، په تخار ولایت کې تولید شوي شات به په نړۍ کې لومړی مقام وګټي.
اسلام الدين په تخار کې د شاتو یو بل توليدوونکى دى او وايي، د وياړ ځای دی چې په دغه ولايت کې توليد شوي شات د څوم ځل لپاره لومړی مقال خپلوي، خو حکومت دوی ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
د هغه په خبره، د شاتو خرڅلاو د توليد موسم ته په کتو توپير لري، په پسرلي کې توليد شوي يو کيلوګرام شات په ٥٠٠ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې په اوړي کې تولید شوي يو کيلوګرام شات په ٧٠٠ افغانۍ پلورل کېږي چې ډېرى يې د شکرې او لوړ فشار ناروغانو لپاره دي.
نوموړی دغهراز له حکومته غواړي څو په دغه ولایت کې د شاتو له تولیدوونکو ملاتړ وکړي.
په ورته مهال، د تخار د کرنې رييس مولوي عبدالرحيم احدي له پژواک سره په خبرو کې که څه هم په دغه ولايت کې د شاتو د حاصلاتو کره کچې په اړه معلومات ورنه کړل؛ خو ډاډ یې ورکړ چې د شاتو مچیو له مالکانو سره د همکارۍ هڅې روانې دي څو د شاتو پلور ته په بازارونو کې د مناسبې بیې زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تخار کې مناسبه اب او هوا د دې لامل شوې څو په دغه ولایت کې تولید شوي شات ځانګړی خوند او کیفیت ولري.
دا شپږم ځل دی چې د تخار شات په نړۍوالو نندارتونونو او لابراتواري ازموینو کې د سیمې د ځینو هېوادونو په منځ کې لومړی مقام خپلوی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










