Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ننګرهار د مرکز اړوند جلالاباد ښاروالي مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د بیارغونې ۸۸ پروژې پيل شوې وې چې نږدې نیمايي یې بشپړې شوې او نورې یې تر کار لاندې دي.
ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې یو وسلهوال غل د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې وژل شوی او یو امنيتي سرتېری ټپي دی.
د ننګرهار د چاپېريالساتنې اداره وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د هوا ککړتیا او ګڼېګوڼې مخنيوي په موخه د لیني موټرو اډې له ښاره بهر ساحو ته لېږدول کېږي.
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۸ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې رغنیزې پروژې چارې پيل شوې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې پروني وسلهوال برید کې د هند قونسلګرۍ یو افغان کارکوونکی ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وايي، د جلالاباد ښار د تالاشۍ څلور لارې په ځمکتلي کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله د درې ميليون افغانيو په ارزښت مبایلونه او نور توکي سوځېدلي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې یو شمېر اهنګران وايي چې د دوی تولید ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار نږدې له سقوط سره مخ کړی دی.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د ښار د نورو هديرو سربېره تر ټولو لویه د مقام خان هدیره هم ډکه شوې او اوسمهال په کې د مړو د ښخولو لپاره ځای په ډېرې سختۍ پيدا کېږي.
وروسته له هغه چې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د چرګانو او چرګ غوښې د پلور لپاره ښاروالۍ له مسلخه د ګټې اخیستو پرېکړه وکړه، د چرګ غوښې پلورونکو دا پرېکړه د ځان پر زیان او د نه منلو وړ وبلله.
د ننګرهار ولایت مرکز جلالاباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۶نیم میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک او ویالو جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوناني درملو ډېری پلورونکي غیرمسلکي دي، د دې پر ځای چې درمل یې ګټه ورسوي، ستونزې پیدا کوي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحيې اړوند درونټې سيمه کې د عمومي سړک د پراختيا پروژه پيل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP