Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ایران او اسراییل ترمنځ متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل؛ ایران اعلان کړی چې پر اسراییل یې د توغندیزو بریدونو اتلسمه څپه پیل کړی او اسراییل هم ویلي چې ایران کې یې ځینې سیمې په نښه کړې دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي چې د تورخم پرونۍ جګړه کې د پاکستاني ځواکونو ډزو کې اته کسان ټپيان شوي دي.
ننګرهار کې سیمهييزې سرچینې وايي چې په تورخم کې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې يو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو له برید وروسته جګړه شوې او اوس هم د درنو وسلو خال خال ډزې اورېدل کېږي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا «د سولې لپاره لار» تر نوم لاندې د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره یو پرېکړهلیک منظور کړ.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې ويلي، د اسرائیلو لومړي وزیر ته يې په غزه کې د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کولو او د جګړې د پای ته رسولو وخت دی.
یوه حکومتي سرچینه وايي چې د پاکستان ځواکونو د ډزو له امله په ډنډپټان ولسوالۍ یو کس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
پکتیا کې یوه حکومتي سرچینه وايي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې له امله یې د خرلاڅیو دروازه هم تړل شوې ده.
د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې پر ۳۱مه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې په دې جګړه کې یې لږ تر لږه ۸۹ کارکوونکي وژل شوي دي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال وایي، په هېواد کې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي او ا.ا د بیان ازادۍ ته ژمن دی؛ په هغه ډول چې دغه ازادي د اسلامي اصولو او ارزښتونو په چوکاټ کې وي.
هندي سرچینې وايي، له چین سره په لانجمنه سرحدي سیمه کې د دواړو هېوادونو ځواکونو نښته کړې او یو شمېر سرتېري ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP