کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، هېواد یې نه شي کولای د هند او پاکستان ترمنځ جګړه کې مداخله وکړي خو یوازې دومره کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد وهڅوي څو کړکېچ کم کړي.
د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پهکې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول. هند دغه برید په پاکستان پورې تړلی بولي، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل پهکې ردوي.
د چهارشنبې په شپه هندي رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هېواد هوايي ځواک د پاکستان پر ځینو سیمو برید کړی، خو په دغو بریدونو کې ملکي وګړي او پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
خو پاکستاني چارواکو ویلي چې د هند په بریدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي او د هند شپږ الوتکې یې له منځه وړې دي.
د هند پوځ تېره شپه ادعا وکړه چې پاکستان یې پر درېیو پوځي اډو د توغندیو او ډرونونو په وسیله برید کړی خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا د هغه دا ادعا رد کړې ده.
د امریکا د مرستیال ولسمشر جيډي وينس له فاکس نیوز سره په خبرو کې د هند او پاکستان ترمنځ روانې شخړې ته په اشاره ویلي، امریکا به په داسې جګړه کې مداخله ونه کړي چې هيڅ تړاو ورسره نه لري.
هغه ويلي: «موږ د دغو هېوادونو ترمنځ جګړه کې مداخله نه شو کولای؛ البته امریکا د ډیپلوماسۍ لاره نیولی شي، واشنګټن یوازې دا کولای شي چې نوی ډیلی او اسلاماباد د کړکېچ کمولو ته وهڅوي.»
نوموړي زیاته کړې، هند برید وکړ، پاکستان ځواب ورکړ، دواړه هېوادونه باید په سړو مغزو فکر وکړي، د پاکستان او هند ترمنځ باید اټومي جګړه ونه شي، که داسې کېږي نو ډېر زیات زیان به واوړي.
د امریکا د ولسمشر د مرستیال په خبره: «امریکا هند ته نه شي ویلای چې وسله وغورځوي، موږ پاکستانیانو ته هم نه شو ویلای چې هغوی دې وسله وغورځوي.»
هغه دغه راز زیاته کړې، دمګړۍ داسې نه ښکاري چې د پاکستان او هند ترمنځ نښتې دې پر اټومي جګړه واوړي.
د یادونې ده، امریکا له دې مخکې هم له دواړو غاړو غوښتي وو چې د کړکېچ کمولو لپاره هڅه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP