کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د ایران او اسراییل ترمنځ متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل؛ ایران اعلان کړی چې پر اسراییل یې د توغندیزو بریدونو اتلسمه څپه پیل کړی او اسراییل هم ویلي چې ایران کې یې ځینې سیمې په نښه کړې دي.
اسراییل د وړمې جمعې پر سهار (د غبرګولي ۲۳مه) د ایران پر ځینو تاسیساتو او سیمو هوايي بریدونه وکړل، وروسته بیا ایران هم پر اسراییل د ځوابي بریدونو لړۍ پیل کړه، تر اوسه دواړه لوري پر یو بل متقابل بریدونه کوي؛ په یادو بریدونو کې دواړو لورو ته مالي زیانونه او ځاني مرګژوبله اوښتي خو کره شمېر یې نه دی معلوم.
نن د ایران او اسراییل د جګړې نهمه ورځ ده، خو بریدونه تر اوسه دوام لري.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې نن سهار (شنبه) ایران پر اسراییل د توغندیزو بریدونو اتلسمه څپه پیل کړه. په راپور کې راغلي چې په تلابیب کې د توغنديو لګېدو له امله د چاودنو د غږونه اورېدو ترڅنګ، ځینو ودانیو اور اخیستی او زیانونه یې اړولي دي.
بيبيسي هم د اسراییلي ورځپاڼې «هارټس» له قوله لیکلي چې نن سهار د اسراییل د مرکزي برخې په حولون ښار کې د ایران د توغندیو لګېدو له امله اورلګېدنه رامنځته شوې. سرچینې زیاته کړې چې د تلابیب، کرانه باختري او بیتالمقدس په ګډون د اسراییل په مرکزي سیمو کې هم د خطر زنګونه ګړنګېدلي دی.
په راپور کې د جزئیاتو له ورکولو پرته د اسراییل د پوځ له قوله راغلي چې د ایران په مرکز کې یې دیپوګانې او د توغندیو د وېشتلو مرکزونه په نښه کړي دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په سیمه کې د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه بېړنۍ ناسته وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP