Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
. . .
د میمنې ولایتي روغتون ۲۰۰ کارکوونکو د ولایت مقام ته د یوې عریضې په کولو سره، دغه روغتون ته د روغتیايي خدمتونو له اسانتیا برابروونکې موسسې څخه شکایت کړی او ویلي، دغې موسسې د دوی ۲۰ سلنه معاشونه کم کړي او د دوو میاشتو معاشونه یې هم نه دي ورکړي.
د تخار ولایتي روغتون کې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره هممهاله، د دغه روغتون مسوولین وايي چې د روغتیايي پرسونل د کمښت ستونزې هوارولو هڅې روانې دي.
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ايران له لوري د شکرې ناروغانو درملنې لپاره یو روغتيايي مرکز پرانیستل کېږي.
د فاریاب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره روږدې ښځې او ماشومان شته چې د درملنې لپاره یې په میمنې ښار کې ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.
د بغلان د جلګې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې شاوخوا درې کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې يو ٣٠ بستريز روغتون جوړ شوى خو تر اوسه روغتيايي پرسونل نه لري.
د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.
د خوست د صبريو یعقوبیو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د جوړ شوي ٣٠ بستريز روغتون فعالېدو غوښتنه کوي.
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټران او مسوولین وایي چې دغه روغتون د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې د ۶۹ میلیون افغانیو په لګښت، د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې بشپړ شوې او نن د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو او سیمهییزو چارواکو له خوا پرانیستل شو.
د بلخ ولایت په دهدادۍ ولسوالۍ کې پرون د ۶۹ میلیون افغانیو په لګښت ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP