امریکایي چارواکي وایي، له «بشري په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو سرغړونې» د افغانستان د سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو په برخه کې خنډ دي او ترڅو چې درناوی ورته ونه شي، له ا.ا سره به اړیکې عادي نه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر تعامل بیاکتنه کوي او په دې اړه یې له خپلو متحدینو سره مشورې هم پیل کړې دي؛ خو بل لورته سرپرست حکومت وايي، د متقابل احترام او مثبت تعامل غوښتونکي دي.
د ناروې کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د سرپرست حکومت مشرانو ورته ویلي، پر دویم فرمان کار کوي چې له مخې به يې ښځو ته د زدهکړو اجازه ورکول کېږي او تر ټولو مهمه دا چې ښځې به بېرته کار ته ستنې شي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارواکو او د هېواد ځینو سياسي او متخصصو شخصيتونو ترمنځ د افغانستان د «يو کلن ډيپلوماتيک مزل، لوړو ژورو او فرصتونو» په اړه علمي او تخصصي بحث وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP