Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په کابل ښار کې د ۵۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې او دغه راز یو بل سړک بیا د ۵۶ میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنی ته وسپارل شو.
لښکرګاه (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د هلمند مرکز لښکرګاه یو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی ته د ښار په لومړۍ او دویمه حوزه کې له شاوخوا
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د څه باندې ۳۴،۴ میلیون افغانیو په لګښت د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د سړک جوړونې درې پروژې بشپړې شوې او دغه سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې د سوېلي سالنګ د سړک د ترمیم او جغلاچونې کار پیل شو.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، د ښار په منځ کې غځېدلی سړک له کلونو راهیسې خراب شوی او موټر د خلکو په شخصي ځمکو کې تګ راتګ کوي.
په کابل ښار کې د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړولو چارې د ۳۷۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د کابل – کندهار لارې ۱۱۳ کیلومتره برخه- چې د زابل له مرکز کلات تر شاهجوی ولسوالۍ غځېدلې- د دوهنیم میلیارد افغانیو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.
د خوست په دوهمنده ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو په شخصي لګښت ۱۰ کيلومتره سړک په خام ډول جوړ شو.
د هرات ولايت د چشت شريف اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د معياري سړکونو له نشتوالي شکايت لري او د دغه ولايت له سیمهییزي ادارې غواړي چې دوی ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې لاس په کار شي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د ١١،٥ ميليون افغانيو په لګښت پر شپږ کیلومتره سړک د جغل اچولو چارې پیل شوې.
کابل ښاروالي وایي، د اوومې ناحیې اړوند چهلستون ماڼۍ ته څېرمه د سړک جوړولو چارو لومړی پړاو د ۳۲ میلیون افغانیو په ارزښت پيل شو.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار د څلورمې ناحیې په کاریزیانو سیمه کې د ۱۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو کیلومټر سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP