ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترینکوټ اوسېدونکي د ښار د سړک له خرابوالي شکایت لري

د ترینکوټ اوسېدونکي د ښار د سړک له خرابوالي شکایت لري

author avatar
2 May 2023 - 16:13
د ترینکوټ اوسېدونکي د ښار د سړک له خرابوالي شکایت لري
author avatar
2 May 2023 - 16:13

ترینکوټ (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وايي، د ښار په منځ کې غځېدلی سړک له کلونو راهیسې خراب شوی او موټر د خلکو په شخصي ځمکو کې تګ راتګ کوي.

عام خلک، دولتي مامورین، محصلین او ناروغان ادعا کوي چې دوی پر دغه لار د تګ راتګ پر مهال له سختو ستونزو سره مخ وي.

د اروزګان پوهنتون محصل عصمت‌الله حیات پژواک خبري اژانس ته وویل: «قیر سړک دومره خراب شوی چې خلک مجبوره دي پر نورو فرعي او خامو لارو تګ راتګ وکړي.»

هغه زیاته کړه، یاد سړک شاوخوا اته کاله مخکې په پاخه ډول جوړ شوی و، خو په وینا يې چې د خراب کیفیت له امله اوس په نشت حساب دی.

هغه وویل، دوی له ښاره تر پوهنتونه چې شاوخوا لس کیلومټره واټن لري، په ډېرو ستونزو رسېږي او ځيني وخت آن لومړي درسي ساعت ته نشي رسېدای.

نوموړی له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې د ښار سړکونو رغولو ته دې پاملرنه ډېره کړي.

همداراز د اروزګان ولایتي روغتون ته ورغلي ناروغان او د هغوی پایوازان هم د لارې له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دغه ستونزه دې حل کړي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکی ابراهیم جان وايي، شاوخوا یوه میاشت مخکې يې خپله مېرمن چې ولادي ناروغي يې درلوده، د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدوله، خو په وینا يې چې د لارې خرابوالي له امله پر وخت ونه رسېدل او نوی زېږېدلی ماشوم يې په لار کې مړ شو.

د ترینکوټ اړوند خېرکارېز سیمې اوسېدونکي ملک صاحب جان هم پژواک ته وویل، یاد سړک شاوخوا اته کاله مخکې جوړ شوی چې هغه وخت يې په جوړولو کې فساد شوی و.

هغه زیاته کړه، دوی هغه وخت حکومت ته شکایت وکړ چې د سړک کیفیت خراب دی، خو په وینا يې چې چا يې خبره وانه ورېده.

مسوولین هم مني چې په ښار کې د ننه د پوهنتون په نوم سړک کنډ او کپر شوی او ورباندې تلونکي کسان له ستونزو سره مخ وي.

د ترینکوټ ښاروال مولوي محمدرفیق هنر پژواک اژانس ته وویل: «د دغه لس کیلومتره سړک د قیر کولو پروژه کلونه مخکې عملي شوې وه او هغه وخت پکې پراخ فساد شوی و.»

نوموړی وایي، ترینکوټ ښاروالي سږ کال په ښار کې د یاد سړک د ترمیم ترڅنګ د یوشمېر نورو ښاري سړکونو د قیر کولو چارې په پلان کې لري چې ډېر ژر به پیل شي.

د یادونې ده، په هېواد کې د اوږدې جګړې له امله د ډېری ولایتونو او ښارونو لويې‌لارې او نور عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.

که څه هم حکومت هڅه کوي چې د تېرو جګړو زیانونه جبران کړي او عامه تاسیسات له سره ورغوي، خو د  کارپوهانو په باور چې دا چاره ډېرې بودجې او وخت ته اړتیا لري.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.