لوګر کې سیمهییز مسوولین وایي چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکيبرک او ازرې ولسوالیو کې د استوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نړولي او د درېیو ماشومانو په ګډون یې پنځو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د میدانوردګو ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت، نن او سبا د هېواد په شلو ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی دی.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
هندۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمالځتیځه سیمه کې د تېرو درېیو ورځو سختو سېلابونو او ځمکېښویېدنې له امله لږ تر لږ ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د نایجریا په شمال کې د سېلابونو راوتلو او سختو ورښتونو له امله لږ تر لږه ۱۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورونه نړېدلي دي.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار او بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو راتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د بدخشان – تخار لویه لار نن سهار د باران او سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکوي.
اړوندو ادارو نن او په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل کړی دی.
په فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د وروستي ورښت، سېلابونو راتلو او تندر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.