Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د تېرې شپې سېلابونو راتلو له امله یو کس مړ او ۳۲ نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او بېلابېلو سیمو کې د تېرې شپې ورښتونو او سېلابونو راتلو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د وروستي ورښت او توپان له امله يو جسد او ۳۲ ټپيان د جلال‌اباد حوزوي روغتون ته ور وړل شوي دي.

بلخوا، له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ربیس مولوي سيف‌الله خالد پژواک ته وويل، د ټپیانو له ډلې ۲۸ کسان له درملنې وروسته رخصت شوي خو څلور نور لا هم تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه، په ښار کې لسګونه غټې او وړې ونې او دوه مخابراتي پايې غورځېدلې، دغه راز سولري تختې او ځيني نور مالونه تخريب يا له منځه تللي دي.

دغه راز، د ښار په بېلابېلو ځايونو کې عمومي سړکونو ته اوبه راوتلې وې چې د ښاروالۍ ټيم وکولای شول پر وخت یې تصفيه کړي.

بايد وويل شي چې د تېرې ورځې ورښت او توپان له امله  په ښار کې ګڼې لارې تړل شوې وې چې د خلکو او مسوولینو د ګډې همغږۍ او همکارۍ په ترڅ کې لرې کړای شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.