Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړ کړي دي.
د کندهار – هرات لویېلارې مسافر وایي، دغه لار نن د روژې په لومړۍ ورځ د ژېړۍ ولسوالۍ په کمپ مانده سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې ده.
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د څو میاشتو مخکې اورښتونو او سېلابونو له امله بېځایه شوې سلګونه کورنۍ لا هم په کمپونو کې تر خېمو لاندې ژوند کوي چې د ژمي په راتګ له سختو ستونزو سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، پاکستان کې وروستیو سېلابونو د پاکستانیانو ترڅنګ څه باندې ۴۲۰ زره افغان کډوال هم زیانمن کړي دي.
د کونړ طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د تېرې شپې سختو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه ولایت کې دوه کسان مړه او اته نور ټپيان شوي دي.
د کندهار چارواکي وايي، د سپین بولدک- چمن لار د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې کې د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې ده.
د پنجشېر د لومړۍ حصې او پریان ولسوالیو لار د سېلابونو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
د لغمان والي قاري زینالعابدین عابد وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جریب کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د لغمان سیمهيیز مسوولین وایي، د دغه ولایت بادپښ ولسوالۍ ته غځېدلی عمومي سړک د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتو له امله په مختلفو ساحو کې تخریب شوی دی.
د ننګرهار چارواکي په دغه ولايت کې د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله د ۱۰۲۵ کورونو او ۶ پلونو له ویجاړېدو خبر ورکوي او وايي، په یوه تازه ګام کې د اضطرار کمېټه جوړه شوې څو له زیانمنو سره د نورو برخو ترڅنګ د کورونو په جوړولو کې مرستې وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن