Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هسپانیه کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي

هسپانیه کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي

author avatar
31 Oct 2024 - 11:26
هسپانیه کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۵ کسان مړه شوي
author avatar
31 Oct 2024 - 11:26

کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): هسپانیه کې چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د والنسیا ښار په ختیځ سیمه کې د سېلابونو راوتلو له امله ۹۵ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سه‌شنبې (د لړم ۸مه) سخت باران له امله د هسپانیې په ختیځو او سوېلي برخو کې سېلاب راوتلی او ځینو ساحو کې سېلاب تر دې حده زورور و چې موټرونه یې له ځان سره وړي او سړکونو له اوبو ډک شوي دي.

د والنسیا ځايي چارواکو اعلان کړی چې ځیني کسان په لرو پرتو سیمو کې اوس هم بند پاتې دي.

په یاده سیمه کې د بېړنیو خدمتونو ادارې له ښاریانو غوښتي چې له هر ډول تګ راتګ څخه مخنیوی وکړي.

د هسپانیې لومړي وزیر پدرو سانچز هم په وروستیو ساعتونو کې د نادرکو کسانو او د توپان له امله د اوښتو زیانونو په اړه پر راپورونو د اندېښنې په څرګندولو لیکلي: «ډېر پام کوئ او له غیرضروري سفرونو ډډه وکړئ.»

د ویلو ده چې هسپانیه په وروستیو کلونو کې د مني په موسم کې د سختو ورښتونو او دغه‌راز د وچکالیو او سختې تودوخې شاهده وه چې ساینس‌پوهان یې لامل اقلیمي بدلونونه بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.