Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې سېلابونو د درېیو کسانو ژوند اخیستی او درانه مالي زیانونو یې اړولي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴): د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي ریاست وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو له امله درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د بدخشان ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي رییس مولوي محمداکرم اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې چهارشنبې له مازدیګر (د غبرګولی۱۱مې) راهیسې د دغه ولایت په وردوج، راغستان، ارغنچخواه، خاش، جرم او تاشکان ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي دي.

هغه وويل: «سیلابونو تر ټولو زیات زیان د جرم ولسوالۍ د خُستَک درې په کلیو کې اړولی چې ۵۰ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه، یو جومات او نور عامه تاسیسات زیانمن شوي دي.»

هغه زیاته کړه چې په وردوج ولسوالۍ کې هم په باشنده، یومل او تیش کلیو کې زیانونه اوښتي؛ په بشند کلي کې ۱۵ کورونه، په یومل کې ۹ کورونه او په تیش کلي کې ۶ کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو، باغونو، سړکونو، پلونو او د اوبو رسولو شبکو ته هم زیان اوښتی دی.

هغه دغه‌راز وویل چې په راغستان ولسوالۍ کې د دغو سېلابونو له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او شپږ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

اکبري زیاته کړه چې په ارغنجخواه ولسوالۍ کې هم شل استوګنیز کورونه وېجاړ شوي، کرنیزې ځمکې سختې زیانمنې شوې او مواصلاتي لارې په بشپړه توګه د خلکو پر مخ تړل شوې دي.

د هغه په ​​خبره، د یادو سېلابونو له امله د «دوزخ درې» پله په سيمه کې د سړکونو او پلونو وېجاړېدو ځايي خلک د تګ‌راتګ په برخه کې له ستونزو سره مخ کړ دي.

هغه څرګنده کړه چې د څېړنو ټیمونه د پیښې ځای ته استول شوي او زیانمونو شوو ته د بېړنیو مرستو رسولو لړۍ به پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.