Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
غور کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د «ومان» بوټي راټولولو او پلور په تړاو ۱۹ کسان نیول شوي دي.
د غور امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د خلکو له لوري د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د نجونو د یوې دیني مدسې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسایند ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د ۱۰ زره کیلوګرامه اومان راټولولو په تور ۲۵ کسان نیول شوي دي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې ۳۰۰ ځوانانو ته د دیني علومو، انګلیسي ژبې او کمپیوټر برخو کې د زدهکړو درې میاشتنی وړیا پروګرام د پیل خبر ورکوي.
غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولتیار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو اړوند یو موټرچلوونکی د هغې ترافیکي پېښې په تړاو چې دوه ماشومانې پهکې مړې شوې وې، نیول شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په غور او بادغیس ولایتونو کې سیمهییزې سرچینې د څه باندې ۱۱ کیلوګرامه نشهیي توکو د کشف او ضبط او د خلکو د ځورونې او نشهيي توکو د قاچاق په تور د پنځو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.
په غور کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې د ځمکې د مالکیت پر سر رامنځته شوې وه، له کلونو راهیسې له بېپایلې هڅو وروسته، د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.
د اقلیمي بدلون او پرلهپسې وچکالیو له امله د غور ولایت په ځینو سیمو کې کرنیزې ځمکې وچې او حاصلات یې زیانمن شوي او ډېری کروندګر له سختو اقتصادۍ ستونزو سره مخ دي.
غور کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې له تېرو جګړو پاتې د راکټ یوې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP