په څه باندې اوو میاشتو کې لسګونه سیلانیانو له غور ولایته لیدنه کړې ده
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له څه باندې اوو میاشتو راهیسې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له څه باندې اوو میاشتو راهیسې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو دغه ولایت ته سفر کړی دی.
د غور ولايت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د دې ولسوالۍ په روغتيايي مرکزونو کې د ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکايت کوي چې د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د غور قومونو او قبایلو رییس له قومونو سره د همغږۍ په نوم یوه ناسته کې وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د جرګو له لارې د قومونو لسګونه اختلافي قضیې هوارې شوې دي.
غور کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چهارسده ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
غور کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو سړی د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او د پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
د غوره امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د چارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د غور امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت په دولینه، پسابند او دولتیار ولسوالیو کې یې د نشهیي توکو د تولید درې کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
د غور د امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د څه باندې لس زره نشهیي توکو د ټولولو او له منځه وړلو خبر ورکوي.
د غور امنيه قوماندانۍ په دغه ولايت کې د نشهيي توکو د ۲۰ کارخونو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکوي.
د غور امنیه قومانداني وایي چې دغه ولایت کې د یوه باروړونکي موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ شوی او اته نور ټپیان شوي دي.
د غور د سرحدونو، قومونو او قبایلو اداره د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د ټولنیزو شخړو د حل په موخه د یوې ۲۲ کسیزې شورا له جوړېدو خبر ورکوي.
امنیتي چارواکي وایي چې یو کس په غور کې د وښو پر سر شخړه او یو ماشوم سرپل کې د یوې سرګلولې چاودنه کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، ا.ا د یووالي او ابادۍ پخه اراده کړې، د غچ اخیستو فکر نه لري او نه چا ته اجازه ورکوي غچ واخلي او زیاتوي، پرمختګ هغه مهال ممکن دی چې ولس نظام او نظام ولس د ځان وبولي.
د غور د والي ویاند وايي چې په دغه ولایت کې د افغانیو د زړو بانکنوټونو راټولولو پروسه پیل شوه.
د غور امنیه قوماندانۍ وایي چې د دغه ولایت ساغر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د غور ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د نږدې ۳ زره کیلوګرامه اومان له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
د غور ځایي سرچینو دغه ولایت ته د ایتالیا، جاپان او پاکستان هېوادونو د ۱۳ سیلانیانو د ورتلو خبر ورکړی دی.
د غور کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په دولتیار او چهارسدې ولسوالیو کې د اوبو دوو شبکو په بشپړېدو سره زرو کورنیو څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
غور کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه په قطس کلي کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پله جوړولو چارې چې لګښت یې د دغه کلي د اوسېدونکو له…
په غور ولایت کې د ښوونځيو مسوولین او یو شمېر زدهکوونکي د درسي توکو له کمښته شکایت لري او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه یې حل شي، خو ځایي چارواکي وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.
د غور امنیه قومانداني وایي، یو ماشوم په هریرود سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د غور امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې ځواکونو په شهرک ولسوالۍ کې له دوه ساعته نښتې وروسته د اومان بوټو یو قاچاقبر له څلور زره…