ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د څلور زره کیلوګرام اومان بوټي د قاچاق مخنیوی شوی

غور کې د څلور زره کیلوګرام اومان بوټي د قاچاق مخنیوی شوی

author avatar
7 Jun 2023 - 17:16
غور کې د څلور زره کیلوګرام اومان بوټي د قاچاق مخنیوی شوی
author avatar
7 Jun 2023 - 17:16

فېروزکوه (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ځواکونو په شهرک ولسوالۍ کې له دوه ساعته نښتې وروسته د اومان بوټو یو قاچاقبر له څلور زره کیلوګرام اومانو سره نیولی دی.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اسلامي امارت د کشفي او اپراتیفي ځواکونو په هڅو د شهرک ولسوالۍ په تنګي عالمه کلي کې ۴ زره کیلوګرامه اومان ضبط او وسوځول شول او یو کس د اسلامي امارت له ځواکونو سره په نښته کې ونیول شو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس د یادې ولسوالۍ د پولیسو تر څارنې لاندې دی یو میل کلاشینکوف هم ترې ترلاسه شوی دی.

د یادونې ده، له اومان څخه د ښیښې نشه‌یي توکو په جوړولو کې استفاده کېږي او دغه بوټي په خپله د غور په بېلابېلو سیمو کې شنه کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.