د بغلان د څلورو ولسوالیو لارې بېرته پرانیستل شوې
بغلان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې چې د واورې ورېدو له امله له مرکز پلخمري سره تړل شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
بغلان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو لارې چې د واورې ورېدو له امله له مرکز پلخمري سره تړل شوې وې، نن بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
ځایي مسوولین وایي چې بامیان او دایکنډي ته غځېدلې ډېرې لارې د واورې او توپان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته ځینې غځېدلې لارې چې د واورې ورېدو له امله تړل شوې، ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې له پاکستانه د سپینبولدک له لارې څه باندې ۷۰۰۰ کډوال راستانه شوي دي.
د پاکستان او افغانستان د سرحدونو مدیریت کمېټې هوکړه کړې چې د تورخم بندر له لارې د دواړو لورو باروړونکو موټرو د تګ راتګ کچه په ورځ کې له ۶۰۰ څخه ۹۰۰ ته لوړه کړي.
د انګلستان د ګډوالو شورا وایي چې روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۴۰۶۹ افغان کډوال د انګلیس کانال له لارې په کوچینو کښتیو کې دغه هېواد ته ورغلي دي.
ایران د افغانستان سرپرست حکومت ته ډاډ ورکړ چې دغه هېواد به د خواف - هرات درېیمې برخې اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد چټکتیا او د انتقالاتو کچې لوړولو په برخه کې لازمه همکاري کوي.
ننګرهار کې مسوولین وايي، پاکستان ته له پاسپورټ پرته د ناروغانو د لېږد ځانګړي کمېسیون معرفي کولو له لارې په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۲۰ زره ناروغان او د هغوی پایوازان دغه هېواد ته تللي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، په تېره یوه اونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې څه باندې ۷۱ زره مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.
وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د «ناريبند» کوتل لارې خرابوالي په تړاو یې د سرپل د ځینو اوسېدونکو د شکایت پر بنسټ یو راپور خپور کړ، د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د دغه کوتل د لارې هوارولو چارې نن پیل کړې.
د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د تېرو جګړو له امله پرمختیايي پروژې نه دي پلې شوې او اوسېدونکي يي وايي، د لارو خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
په داسې حال کې چې د هېواد یو شمېر لارې او بندرونه د پاکستان له خوا تړل شوي، د سپین بولدک- چمن پر لار د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه په بې سارې توګه…
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان د خپلو نړیوال ژمنو خلاف له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی.
د کونړ چارواکي او ځایي اوسیدونکي وایي چې وسله والو طالبانو له غره څخه غټې تیږې پر سړک اچولي، د غازي اباد او ناړۍ لارې یې تړلې دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید…
هېواد ته په رخصتۍ راغلي افغان محصلین وایي چې په پاکستان کې یې حضوري درسونه پیل شوي او که لاره خلاصه نه شي، نو د سمستر له وروستۍ ازموینې پاتې کېږي. سلګونه افغان محصلین چې…