ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جګړو اغېزې؛ د میدان‌وردګو سیداباد ولسوالۍ د ډېرو کلیو لارې ویجاړې پاتې دي

د جګړو اغېزې؛ د میدان‌وردګو سیداباد ولسوالۍ د ډېرو کلیو لارې ویجاړې پاتې دي

author avatar
20 Dec 2022 - 12:05
د جګړو اغېزې؛ د میدان‌وردګو سیداباد ولسوالۍ د ډېرو کلیو لارې ویجاړې پاتې دي
author avatar
20 Dec 2022 - 12:05

میدان‌ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د تېرو جګړو له امله پرمختیايي پروژې نه دي پلې شوې او اوسېدونکي يي وايي، د لارو خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سیداباد اړوند څه باندې ۳۰ کلي د ولسوالۍ له مرکزه تر غزني – چې شاوخوا ۸۰ کیلومتره واټن کېږي- پراته دي چې اوسېدونکي يې وايي معیاري سړک نه لري.

یاده سیمه د کابل – کندهار له لويې لارې له دوه تر پنځه کیلومتره واټن لري، خو د کرنیزو ځمکو او خوړونو له امله دغه سړک ته مستقیمې لارې نه لري.

د سیداباد ولسوالۍ د باغک کلي اوسېدونکي عبدالخالق محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ له سیمې د کابل – کندهار تر سړکه شاوخوا درې کیلومتره واټن دی، خو د کرنیزو ځمکو او دوو خوړونو په وسیله سره بېل شوي یو.»

هغه زیاته کړه، د کابل – کندهار لار د دوی د ولسولۍ په مرکزي سیمو کې تېره شوې چې په وینا يې،  لوېدیځ لوري ته یې له ۳۰ ډېرو کلیو خلک ژوند کوي او نفوس يې د سیداباد ولسوالۍ شاوخوا نیمايي برخه جوړوي.

نوموړي وویل: «موږ د موټر هېڅ لار نه لرو، د کابل- کندهار لار مو په درې کیلومترۍ کې ده خو شاوخوا ۵۰ کیلومټره خامه لار وهو او په ډېرو سختو او اوږدو لارو پاخه سړک ته رسېږو.»

د هغه په وینا، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو له امله د دوی په سیمه کې هیڅ انکشافي پروژه نه ده عملي شوې.

د سیداباد د باغک سیمې دغه اوسېدونکی زیاتوي: «ځينې فرعي خامه لارې چې خلکو پخوا جوړې کړې وې، د تېرو جګړو له امله ویجاړې شوې او اوس په نشت حساب دي؛ له حکومته غواړو چې دلته دې سروې وکړي او سړکونه دې جوړ کړي.»

هغه زیاته کړه، د لارو خرابوالي له امله ډېر وخت ناروغان پر وخت روغتون ته نه دي رسېدلي او د لارې په اوږدو کې یې ساه ورکړې ده.

د یادې سیمې د بهادرخېلو کلي اوسېدونکي نصرت‌الله وايي، د لارو خرابوالي له امله د موټرو تګ راتګ کم دی او د اړتیا پر مهال دوی اړ دي چې د ولسوالۍ تر مرکز او یا عمومي سړکه پلي یا هم د حیواناتو په وسیله تګ راتګ وکړي.

هغه وویل: «خلک د ټرانسپورټ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړې توګه د ژمي او پسرلي په موسمونو کې لارې بندې وي.»

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د یادو کلیو د خلکو دې جدي ستونزې  ته په پام سره د سړک جوړولو لپاره اقدام وکړي.

د یادې ولسوالۍ د تاج‌بګي سیمې اوسېدونکی ګل ویس بیا وايي، له عمومي سړکه د دوی سیمې ته غځېدلې لار سېلابونو بشپړه ویجاړه کړې او دوی اوسمهال په اوږدو او سختو لارو تګ راتګ کوي.

د همدې سیمې د لړم کلي اوسېدونکي عبدالصمد وویل: «کلي ته مو د موټر معیاري لار نه ده راغلې او که کله کله واړه موټر راځي نو هغه هم د چپه کېدو خطر لري.»

ده وویل، د کابل – کندهار لار د دوی له کلي سره شاوخوا دوه کیلومټره واټن لري، خو ترمنځ يې کرنیزې ځمکې او دوه خوړونه دي چې دغې لارې ته د دوی د مستقیم لاسرسي مخه یې نېولې ده.

نوموړي زیاته کړه، حکومت خلکو ته د سمو او مناسبو لارو جوړولو مسوولیت لري او باید خپل مسوولیت ادا کړي.

د یادې سیمې یوه موټرچلوونکي عبدالله وویل، د سیداباد ولسوالۍ له مرکزه تر غزني د غرونو په لمنو کې شاوخوا ۸۰ کیلومټره ډېره پخوانۍ خامه او فرعي لار شته، خو د تېرو جګړو له امله سخته خرابه شوې ده.

نوموړي وویل: «د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل – کندهار لويې لارې لوېدیځ ته لسګونه کلي په کمه فاصله کې موقعیت لري، خو د کرنیزو ځکمو او خوړونو په وسیله نه دي وصل شوي او که حکومت اقدام وکړي په کم لګښت دغه کلي له پاخه سړک سره وصلېدای شي.»

د سیداباد ولسوالۍ د پټان‌خېلو سیمې اوسېدونکی ګل‌الرحمن هم وايي، دوی له کابل – کندهار سړک سره شاوخوا دوه کیلومتره واټن کې اوسېږي خو دغه سړک ته لار نه لري.

هغه هم وویل، د لارو خرابوالي له امله ډېر کله ناروغان پر وخت روغتون ته نه رسېږي او د لارو په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: «تاج بګي کلی – چې د ولسوالۍ له مرکز سره په ګاونډ کې پروت دی – د حاجي عزیز تر کلا پورې چې په کابو ۱۰۰ کیلومټره فاصله ده، څه باندې ۳۰ کلي موقعیت لري خو هېڅ معیاري لار نه لري.»

نوموړي وویل، پخوا د جګړې له امله د پرمختیايي پروژو پلې کېدو ته زمینه نه وه برابره، خو په وینا یې چې اوس جګړه ختمه شوې نو حکومت باید د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ورته مهال، ولایتي چارواکي هم د لارو د خرابوالي ستونزه مني خو وايي چې حکومت به ورته رسېدنه وکړي.

د سیداباد ولسوالۍ اړوند د یادو بېلابېلو کلیو د اوسېدونکو دغه شکایتونه مو د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې له رییس مولوي وحیدالله راشد سره شریک کړل. نوموړي وویل: «د یادې سیمې خلکو له موږ سره خپلې ستونزې شریکې کړې، رښتيا هم د هغوی لارې خرابې دي خو موږ به د «راه سازۍ» پروګرام له لارې د دغو ویجاړو شوو لارو د رغولو کارونه ژر پیل کړو.»

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.