قرغیزستان د افغانستان زلزلهځپلو ته ۱۳۰ ټنه بشري مرسته راولېږله
د راپورونو له مخې، د قرغیزستان د بېړني وضعیت وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان زلزلهځپلو ته ۱۳۰ ټنه بشري مرسته لېږلې ده. د قرغیزستان رسنیو د دغه هېواد د بېړني شرایطو وزارت…
د راپورونو له مخې، د قرغیزستان د بېړني وضعیت وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان زلزلهځپلو ته ۱۳۰ ټنه بشري مرسته لېږلې ده. د قرغیزستان رسنیو د دغه هېواد د بېړني شرایطو وزارت…
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي وجهي صندوق اعلان کړی چې ایټالیا له دغه صندوق سره دوه میلیون یورو مرسته کړې ده. د افغانستان ځانګړی اماني صندوق پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو…
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وايي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هوايي بشري خدمتونو له څانګې (UNHAS) سره ۴.۶ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده. د خوړو نړۍوال پروګرام…
غور کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې له ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیحالله…
په افغانستان کې د یوناما مشرې پرون د امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې نړۍوالې ټولنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیارد ډالره مرسته کړې او د ځینو راپورونو خلاف،…
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ختیځ زلزلهځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، لندن په دې برخه کې د بشري برخې فعالو شریکانو د ملاتړ لپاره…
د راپورونو له مخې، اوزبېکستان او متحده عربي اماراتو د افغانستان په ختيځو ولایتونو کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۳۰۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا او ایرلنډ حکومتونو اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزلهځپلو سره څه باندې ۱.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې د تېرې شپې زلزلې له امله غمشریکي کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت ته یې زر خېمې او…
د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا لپاره یې څه باندې ۶.۳ میلیون ډالره بشري مرسته ترلاسه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي، لس میلیون یورو مرسته کوي.
د افغاني سرې مياشتي ټولنه وايي، تېر کال یې له ۵۱۱ زره اړو کسانو سره مرستې کړې، ۳.۸ میليونه کسانو ته یې روغتيايي خدمات وړاندې کړي او څه باندې دوه زره د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوول د ریاستالوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دغه سازمان له خوا راستنېدونکو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې او هڅې کوي څو نورې مرستې هم راجلب کړي.
د جاپان حکومت، په افغانستان کې د پولیو د لهمنځه وړلو او د واکسین خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له یونیسف سره پنځه میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان اوړي کې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه بنسټ یوازې یو له میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.
ناروې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه لس میلیونه نارویژي کرون (نږدې یو میلیون امریکايي ډالر) مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې ناروې له افغانستان سره ۴.۲۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له نشهيي توکو سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د ۸۰ زره روږدو درملنه شوې، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي او اوس عادي ژوند لري.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له دغه ریاست سره د شاوخوا ۳۱ میلیون افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو او توکو مرسته وکړه.
د اروپا کمېسیون اعلان کړی چې روان ميلادي کال به د افغانستان د ډېرو زیانمنونکو وګړو د ملاتړ په موخه ۱۶۱ میلیونه یورو مرسته وکړي.
د غزني د مرکز او یو شمېر ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتیايي تجهیزاتو او یو شمېر وسایطو مرسته وشوه.
عامې روغتیا وزارت وايي چې چین له افغانستان سره د انفلونزا او مننجیت (Meningitis) ناروغیو د ۶۶ زره دوزه واکسین مرسته کړې ده.